په ارزګان کې یې ۷۰ طالبان وژلي

په ارزګان کې یې ۷۰ طالبان وژلي

داسې راپورونه هم شته چې په دغه هوايي برید کې ولسي خلکو ته زیان رسیېدلی دی

د دغه ولایت د چورې په ولسوالۍ کې یې په یو هوایي برید کې شاوخوا ۷۰ وسله وال وژلي دي. برید د یکشنبې په ماښام شوی چې د افغان پوځ د مشعل په نوم د عملیاتو یوه برخه ده.

چارواکي وایي په برید کې شاوخوا ۵۰ نور طالبان وژل شوي هم دي، برید د افغان ځواکونو په یو پخواني مرکز شوی دی.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوال اقا محمد وویل طالبان د دغه مرکز په ورانولو بوخت و، چې افغان او نړیوالو ځواکونو پرې هوایي برید وکړ. ناتاید شوي راپورونه وايي چې د شنبې په شپه د ملي اردود یو کنډک ۴۱ سرتیري او منسوبین د خپلو وسلو او پوځي وسایطو سره د طالبانو سره یو ځای شوي وو.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ یو قومي مشر عبدالله امریکا غږ اشنا ته وویل، چې په دغه برید کې تر شلو پورې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

هغه وویل، دا ملکي کسان د ملي اردو د پخواني مرکز څخه د اوسپنو او د لرګیو د تختو په ټولولو بوخت وو چې پرې بمباري وشوه.

د ارزګان په ولایت کې یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط په دغه برید کې د سیمې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د قومي مشر عبدالله څرګندونې نه تائید او نه هم رد کړې، خو ویې ویل چې په برید کې وژل شوي او ټپیان شوي ټول د وسله والو طالبانو غړي او ملاتړي وو.

دغه چارواکي وویل چې په برید کې د طالب وسله والو یو شمیر مهم قوماندانان چې د ارزګان ولایت په روانو جګړو کې یې برخه لرله هم مړه او ټپیان شوي دي. خو پخپله طالبانو د ارزګان د چارواکو دغو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د تیرو دریو میاشتو راهیسې د ارزگان په ولایت کې جګړو زور اخیستی او طالبانو د دغه ولایت مرکز ترینکوټ او شپږ ولسوالیو ترمنځ لارې تړلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *