ټرمپ او کلنټن افغانستان کې خرابېدونکى حالت له پامه غورځولى

ټرمپ او کلنټن افغانستان کې خرابېدونکى حالت له پامه غورځولى

بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې “افغانستان د امريکا ولسمشرۍ ټاکنيزو هلو ځلو کوچنى ناوړه راز دى” تر سرليک لاندې ليکلي: د طالبانو پروړاندې مبارزه د امريکا تر ټولو اوږده جگړه ده، خو هېلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ ورباندې سترگې پټې کړي.

ورځپاڼه وايي؛ په داسې حال کې چې پام پر موصل او په منځني ختيځ او حلب کې د روسيې د پوځي حضور پر زياتېدا ورټول دى د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو دواړو نوماندانو په افغانستان کې خرابېدونکى حالت له پامه غورځولى.

د گارډين په وينا؛ هر څوک چې د ټاکنو گټونکى وي، په جنورۍ کې د لوړې له پر ځاى کولو وروسته به دغه راز بې پروايي د توجيه وړ نه وي.

ورځپاڼې په غور ولايت کې د ٣٠ ملکي وگړو وژنې ته اشاره کړې او ويلي دي چې افغانستان داسې لارې لري چې پر سياسي ډگر ځان ور تپي، خو اوباما دا زده کړه له ډېرې بدې تجربې وروسته وکړه.

ولسمشر اوباما ويلي و چې په افغانستان کې به جگړه ختموي خو د ختمېدو پر ځاى لا سخته شوه او هغه هم لېوالتيا وبايلله.

ورځپاڼه د امريکا د ولسمشريزو نوماندانو ترمنځ شويو دريو مناظرو ته په اشاره وايي چې د افغانستان نوم يواځې يو ځل اخيستل شوى او هغه هم د کلنټن لخوا.

ورځپاڼه استدلال کوي چې پر عراق د بريد د ملاتړ او په ٢٠١١ م کال کې په ليبيا کې د لاسوهنې له امله پر کلنټن وار له مخه نيوکې کېږي او داسې انگيزه ورسره نشته چې يوۀ نابشپړ ماموريت ته د خلکو پام ور واړوي داسې يوه جگړه چې د خلکو په منځ کې ښه نوم نه لري.

ورځپاڼه وايي؛ ډونالد ټرمپ بيا د افغانستان په تړاو لږ پوهېږي، ډېره پروا يي نه کوي او په دې اړه معلومه تگلاره هم نه لري.

ګارډین لیکي؛ راتلونکى ولسمشر به دا پرېکړه کوي چې افغانستان کې سرتېري پرېږدي، نور سرتيري ورلېږي او يا ډېر شمېر يې له دغه هېواده وباسي، خو يادونه کوي چې د افغانستان پرېښودل ښايي غوراوى نه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *