هغه ملکي کسان چې له موصل څخه په تیښته بریالي شوي د داعش له چلنده سرټکوي
هغه ملکي کسان چې له موصل څخه په تیښته بریالي شوي د داعش له چلنده سرټکوي ددوی په وینا هر هغه څوک چې له عراقي سرتیرو سره د مرستې هوډ ولري وژل کیږي. د را رسیدو ریپوټونو له مخې تر اوسه زر کسان له موصل څخه په تیښته بریالي شوي دي.
محمد الخليف – “زمونږ حالات ډير کړکیچن وو دوی زمونږ د ژوندانه او کار په هکله پوښتنې کولې دوی له مونږ څخه هر څه واخستل که چیرې ددوی ملاتړ مو نه وی کړی له مونږه یې هر څه په زور اخستل.”
د موصل عملیات چې په عراق کې د داعش لوی مرکز ګڼل کیږي لسمې ورځې ته وغځیدل او تر اوسه ډيری سیمه له داعش څخه نیول شوې ده خو ښار ته د جګړې پّ نږدې کیدو سره د داعشیانو له لوري مقاومت ته هم زور ورکول کیږي په داسې حال کې چې مخکې له دې اعلان شوی وو چې دا عملیات به تر میاشتودوام ولري.