کويټې ښار وروستي بريد کي د قربانيانو کورنیو د پراخو ځيړنو غوښتونکې دي

کويټې ښار وروستي بريد کي د قربانيانو کورنیو د پراخو ځيړنو غوښتونکې دي. له دي سره دوی له حکومت څخه د خلکو لپاره د امنيت د تنگښت غوښتنه کړې ده

په دې پیښه کې د وژل شوي دوه ویشت کلن دلاورخان کورنۍ د هغه کسانو کوربه ده کوم چې ددې ځوان افسر د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون کړی دی. حاجي بهران خان چې د دلاور خان پلار دی او د خپل ځواني مرګ ځوی انځور په لاس کې لري وایي: زوی به یې تل ماښام مهال کور ته راته خو د پیښې په شپه یې ویلي وو چې ده ته دنده سپارل شوې او باید په مرکز کې پاتې شي. ده په پاکستان کې پر ناامني اندیښنه څرګنده کړې ده.

حاجي بهرام خان – “مونږ له حکومت څخه ددې پیښې د څیړنې غوښتنه کوو چې څه شوي؟ کومو کسانو او ولي په داسې کار لاس پورې کړ؟ ولي د پیښې په ورځ ټول افسران مرکز ته ورغوښتل شوي وو پّ داسې حال کې چې دوی ته هیڅ ډول ځانګړې دنده هم نه وه ور سپال شوې؟ مونږ پر ناامنۍ نیوکه کوو او سخت اندیښمن یو.”

بریدګرو په ډله ایزه توګه د پولیسو افسری روزنې پر هغه مرکز برید تر سره کړ چې له دوه سوه څخه تر دوسوه پنځوسو کسان پکې میشت وو. په دې برید کې شپیته کسان وژل شوی او له سلو ډير نور ټپيان دي. له دې سره چې د داعش وسله والې ډلې ددې برید پړه منلې ده خو د قربانیانو کورنیو په ډې هکله د ډيرو څیړنو غوښتنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *