د کابل، جلال اباد په لاره د ترافيکي پیښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/10/12439100_1120577791297158_2423580653317266056_n-618x330.jpg)
د لغمان ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه د کابل – جلال اباد په لويه لاره د يوې ترافيکې پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل، چې د کابل – جلال اباد په لويه لاره د قرغيو ولسوالۍ اړوند د مشالې کمر په سيمه کې تېره شپه شاو خوا اته نيمې بجې د يو ملي بس او يو مارسيډيز موټر د ټکر له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا په دغه ټکر کې يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ تنه نور يې ټپيان شوي دي چې په دوی کې د شپږو تنو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.
هغه وويل، چې د پېښې مړه او ټپيان د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته انتقال شوي دي.