د عاشورا غمیزي اړوند په مناسبت نیجریه کې دلاریون له امله یوشمیر شیعیه کسانو په شهادت رسول.

د عاشورا غمیزي اړوند په مناسبت نیجریه کې دلاریون له امله یوشمیر شیعیه کسانو په شهادت رسول.

څه باندي لس تنه د نیجریې په بیلابیلو ښارونو کې د عاشوراغمیزی لپاره لاریون مخنیوي له امله نیجریه امنیتي ځواکونو او پوځ له لوري له لوري په شهادت ورسیدل او یوشمیر نورسخت ټپیان شوي دی.

د نیجریه امنیتی او پوځی ځواکونو د دي ترڅنګ چی د نیجریه میشتو شیعیه مذهبو سره ګد هغو مراسموکې چی د عاشورا غمیزي لپاره په لاره اچول شوي وو ګډون درلود خو دغو امنیتی او پوځی ځواکونو دعاشورا غمیزی په یوشمیر ګدونوالو برید وکړو او هڅه يي وکړه ترڅو په ده اړه لاره اچول شوي مراسم ګډ وډ او کسان له دی ځایه وشړي، چی د دي برید له امله یوشمیر کسان په شهادت ورسیدل او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دی.

له دی وړاندي نن سهار امنیتی او پوځی ځواکونو هغه لار چی عاشورا غمیزي ګډونوالو د لاري تګ لپاره غوره کړي وه بندیزونه لګولی وو ترڅو د ځانونو لپاره یوه بهانه جوړه کړي خو دغو ګډونوالو خپل تګ لاري ته بدلون ورکړو او سره له دي هم امنیتی او پوځی ځواکونو د دوي پر وړاندي برید وکړو او ډیری حسینیه ځایونو ته یې اور ورته کړ.

نیجریی ځواکونو د دي هیواد په شمال دوه فنتوا او جوس ښارونو کې دعاشورا غمیزي په ګدونوالو باندی برید وکړو چی یواځی په فنتوا ښار کې دغه برید د دي لامل شو ترڅو لس تنه په شهادت ورسیدل.

او په جوس ښارکې  وروسته تر دي چی د عاشورا غمیزي مراسم پای ته ورسیدل امنیتی ځواکونو دشیعیه مذهبو پر مرکزو نو باندی برید وکړ او دغه ځایونو ته یی اور ورته کړو او وی سوزول او له دی وروسته یي د شیخ زکزکې کور کلابند کړو خو سیمی اوسیدونکو دوي ته اجازه ورنکړه ترڅو د دي مهم شخصیت کورته دننه او دی ونیسي.

همدا راز امنیتي ځواکونو په کادونا ښارکې وړاندی له دی چی د عاشورا غمیزي ګډونوال د شیعیه مذهبومرکزونو ته ورسیږي برید وکړ او دغه ځایونه یي وسوځول چی له امله یی دري تنه پکې په شهادت ورسیدل.

او په سوکوتو ښارکې هغو کسانو باندی برید له امله چی غوښتل یي د عاشوار غمیزي په مراسمو کې ګډون وکړي برید په پایله کې یوتن په شهادت ورسید.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *