د ننګرهار په هسکه مېنه كې ۱۳ د داعش جنګیالي وژل شوي

د ننګرهار په هسکه مېنه كې ۱۳ د داعش جنګیالي وژل شوي

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ كې پرون د هوايي بريدونو له كبله ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر څخه په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه بريدونه د يادې ولسوالۍ په تاراک غونډۍ او شيخه قلا سيمو کې ترسره شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته كوم زيان نه دى اوښتى.

داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *