په کندز او فاریاب ولایتونو کې ۵۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

په کندز او فاریاب کې ۵۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

په کندز ولایت کې ۳۰۰ او په سرپل ولایت کې ۲۵۰ وسله وال وژل شوي دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد په شمال ختيځ کندوز ولايت کې له تېرې يوې اوونۍ د طالبانو پر وړاندې چاڼيزو عملياتو کې لږ ترلږه ۳۱۴ وسله وال وژل شوي او ۱۲۱ ډېر ټپيان شوي دي.

په کندوز کې حکومتي او امنیتي چارواکي وایي، په دغه ښار کې وضعیت عادي حالت ته بېرته ګرځېدلی او د ښار په لرې څنډو کې د طالبانو پر وړاندې چاڼيزعملیات لا هم روان دي.

اوس مهال د ښار دویمه او د خان اباد بندر پر لور درېیمه حوزه په بشپړه توګه له طالبانو پاکه شوې. په ښار کې په بشپړه توګه ارامتیا رامنځته شوې، خلک د بېرته ګرځېدو په حال کې دي. وضعیت عادي حالت ته ګرځېدلی دی.”

بله خوا په فاریاب ولایت کې ۲۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

د  سیمه يیزچارواکي وايي، ددغه ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ  په سرعوض سیمه کې له یوې اونۍ راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د فاریاب ولایت د ولایتي شورا مشر عبدالرحمان رحماني وویل، چې د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ په سر عوض سیمه کې د یوې اونۍ راهیسې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ کلکه نښته روانه ده، چې تراوسه په دغه جګړه کې د وسله والو طالبانو له لوري ۲۵۰ کسه وژل شوي دي.

د رحماني په وینا په دغه نښتو کې د پاڅون کوونکو له لوري هم ۱۷ تنه وژل شي دي.

د نوموړي په وینا پرون پښتون کوټ ولسوالۍ سر عوض سیمې ته  ۸۰ تنه تازه دمي سرتېري استول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *