پر کندز ولایت د وسله والو طالبانو پراخ برید
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/10/کندز1.jpg)
پر کندز ولایت د وسله والو طالبانو پراخ برید
تیره شپه وسله والو طالبانو د کندز پرښار له څلورو خواوو بریدونه کړي چې جګړه تر اوسه روانه ده. د را رسیدلو ریپوټونو له مخې وسله والو په پراخ ډول د کندز ولایت پر مرکز بریدونه پیل کړي خو د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه مالومات شتون نلري. له دې سره ویل شوي چې دکندز ښار ته غځیدلې ډيری لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.