ناهضحترڅوک وو او ولي ووژل شو؟

ناهض حترڅوک وو او ولي ووژل شو؟

ناهضحتر،یو اردنی خبریال او لیکوال وو، په الفحیص ښار کې په د یوې مسیحي کورنۍ غړی وو او د اردن د فلسفط او ټولنیزو عولومو له پوهنځۍ څخه یې د لیسانس تر  کچې زدکړې کړې دي.

په ١٩٧٧،١٩٧٩او١٩٩٦ کلونو کې څو ځله بندي شو او په نولس سوه اته نویم کال کې پر دوه برید وشو خو ناکامه وو او هماغه کال د امنیتي ستونزو له کبله د لبنان په لور کډوال شو.

ده د سیاسي اسلام په نقد کې او قومیتي تفکر ااو مارکسیستي تجربه کې چې په عربي هیوادونو کې وو مهم رول درلود او د اردن په هکله یې ډيری مقالې لیکلي دي.

حتی له مرګ مخکې د لبناني ورځپانو خبریال وو او په دوه زره اتم کال کې یې په اردني خپرندویو کې د مقالو پر خپرولو بندیز ولګیده.

دا خبرنګار چې الهي ذات ته د سپکاوي په تور محاکمه شو د عمان قصر العدل له دروازو سره ترور شو. دا هغه  څه وو چې دده د بندي کیدو او وروسته بیا دده د ترور لامل شول.

ځکه چې په خپله دده په وینا هغه انځور  چې دده له لوري چاپ شوی وو مفهوم یې بله څه وو کوم چې پر ده تور لګیدلی وو او په دې انځور کې یې په جنت کې د داعشیان ښکارول او دا دین ته هیڅ ډول سپکاوی نه وو.

په اردن کې دا ډول پیښې مخکې له دې هم رامنځ ته شوې دي او دا خبریال ددې لپاره محاکمه شو چې آزاد فکر او مفکوره یې درلوده او داسې ویل کیږي چې په هیڅ دیني جرم نه وو تورن شوی.

که چیرې ځیر شو ددې خبریال محاکمه د هغه کس چې په عربي هیوادونو کې یې سترګې نړۍ ته پرانستلې وې او له فلسطینیانو یې ملاتړ کاوه، او له حزب الله تل ملاتړ کاوه د او تل لپاره یې غږ ور بند کړ. ده د اسرایلو پر وړاندې د مقاومت او افشاګریانو چې د عربستان د کلتوري سقوط له امله وې او ددوی له لوري په سوریه کې تپل شوې جګړه روانه ده او په همدي اور کې یمن، عراق او لیبیا هم سوځي او د عثماني دولت د نه رامنځ ته کولو په هکله یې خبرې کولې. او هغه  څوک چې تکفیري فکر لري او له دښمنیو ګټه پورته کوي سعودي عربستان باله. ځکه چې ده څه موده وړاندې د قتل عام په نامه یوه مقاله خپره کړه او په دې مقاله کې د سعودي عربستان د چارواکیو له لوري د خلکو د وژنې ښکاریدې.

له دې سره  دې هیواد هم د داعش وسله والو ته حکوم وکړه ترڅو ددې خبریال خوله ور پټه کړي او د  تل لپاره یې لیکنې بندې کړي.  د اردن دولت هم د حتر د ترور پّ هکله د هر ډول خبر خپرول منع کړي دي

حقیقت هغه لمر دی چې هیڅ کله د وریځو تر شا نه پاتې کیږي او باطل تلونکی دی!

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *