له پاکستان څخه هره ورځ په زرگونه افغان کډوال خپل هيواد ته راستنيږي

له پاکستان څخه هره ورځ په زرگونه افغان کډوال خپل هيواد ته راستنيږي او په پردي هيواد کي د فشارونو پر ځاي د کابل د کډوالو په پنډغالي کي د شپو ورځو تيرول غوره گڼي

په دې وروستیو کې په لسګونه د افغان کډوال د مالونو بار موتر د کابل ښار په شمالي سیمه کې د کډوالو پنډغالي ته را ورسیدل هغه تنکي ځوان چې د افغانستان بیرغ له ځان سره درلود خپلې خاورې ته پّ رسیدو سره ډير خوښ ښکاریده . دې کدوالو ویلي د پاکستاان د پولیسو له ځورولو په تنګ شوي او خپل هیواد ته را ګرځیدلي دي.

دوه دیرش کلن سمیع الله وایي پآکستانیانو دوی ته کابلیان ویل خو د افغانستان او هند له نږدې کیدو وروسته به یې هندیان بلل. دوی ویلي پاکستان ددوی د اوسیدو لپاره په میاشت کې پیسې غوښتې.

په تیرو څلورو لسیزو کې ډيری افغان کډوال پآکستان ته تللي او په دې وروستیو کلونو کې هم یو نیم میلیونه افغان کډوالو په پاکستان کې شتون درلود او هغه کډوال چې ثبت شوي ندي شمیره یې همدومره ده خو ویل کیږي چې اسلام آباد له افغان کډوالو په سیاسي برخو کې کار اخلي او په بیلا بیلو موسمونو کې پر دوی فشارونه راوړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *