پاکستان له روسیې د ښکاري الوتکو دپیرودلو هڅه کوي

پاکستان له روسیې د ښکاري الوتکو دپیرودلو هڅه کوي

د سیپټمبر په پیل کې د پاکستان د دفاع وزارت د وسلو رانېولو د څانګې لوی رییس احمد نوید اعلان وکړ، چې پاکستان د روسیې د «سو-۳۵» ښکاري الوتکو او همدارنګه د روسي جوړښت د ټانک ضد سیستمونو د رانېولو لېوال دی. د روسیې له جنګي الوتکو سره د پاکستاني پوځیانو لېوالتیا د پوهېدو وړ ده، ځکه چې نن د پاکستان د هوایي ځواک شمزۍ له زړو شوو چینایي ښکاري الوتکو Chengdu J-7 ، چې د شوروي «میګ-۲۱» الوتکې، چې ان د تېرې پېړۍ د پنځوسمو کالونو په منځنیو پنځول شوې، کاپۍ ده، او همدارنګه امریکایي F-16 الوتکو جوړه کړې ده. دغه الوتکه د ډېرو کالونو په اوږدو کې د امریکا متحدو ایالاتونو د هوایي پوځ اساسي الوتکه وه، خو اوس دغه الوتکه هم تر ډېره حده زړه شوې ده. څه موده وړاندې امریکایۍ ورځپاڼې The National Interest (ملي ګټې) هم همدغه خبره ومنله. ورځپاڼې ولیکل چې «سو- ۳۵» الوتکه تر زړې شوې F-16 ډېره ښه ده، او د هوایي جنګ په شرایطو کې امریکایۍ ښکاري الوتکه، تر هغه وړاندې کشفولای او تر برید لاندې نېولای شي، چې «سو-۳۵» وویني. په یوګوسلاویا، عراق، افغانستان، لیبیا او سوریه کې شخړو وښودل، چې د اوسمهاله جګړو لپاره جنګي الوتکې لومړۍ درجه اهمیت پیدا کوي. هغه هېوادونه، چې نوې جنګي الوتکې نه لري او یا یې په ښاییدونکې توګه نشي کارولای، په ماتې خوړلو محکوم دي. د هېواد پر هوایي فضا د کنټرول او څار له لاسه ورکول په اتوماتیک ډول د ځمکنیو ځواکونو د ماتې په معنا دي، ځکه چې په دغه حالت کې ځمکني ځواکونه د هوایي ګوزارونو په وړاندې څه نشي کولای. نو ځکه هر هېواد، چې غواړي خپل امنیت خوندي کړي باید د عصري هوایي ځواکونو پر جوړولو او په ډېرو نوو جنګي الوتکو د هغوی پر سمبالولو او همدارنګه د هوایي مدافعې د ډېرو اغېزمنو سیستمونو پر جوړولو جدي فکر وکړي. د یادولو وړ ده، چې پخوا روسیې په پوځي ساحه کې له پاکستان سره د پراخې کچې همکارۍ ته هیڅکله وده نه ورکوله، ځکه چې په دودیزه توګه، ان له شوروي زمانو څخه راهیسې هند، چې له پاکستان سره یې کړکېچن اړیکي ټولو ته څرګند دي، د روسیې انډیوال وو. په ډېر احتمال د دې اټکل کولای شو، چې پاکستان ته به د نوو روسي جنګي الوتکو ورکول کېدا د نوي ډیلي اندېښنې راپیدا کړي. سربېره پر همدې د روسیې او پاکستان ګډو پوځي تطبیقاتو هم هند خپه کړی. هند تل د روسیې ډاډمن او ازمویل شوی انډیوال وو او دی. ایا پر پاکستان باندې د روسي وسلو د پلورلو لپاره د دغسې یوه اڼدیوال خپه کول او یا له لاسه ورکول ارزي؟ دروسیې دغه ګام ډېر لانجمن ښکاري. خو یو بل هېواد هم شته، چې د روسیې له «سو-۳۵» ښکاري الوتکې سره لېوالتیا ښودلی شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *