هلمند کې چاودنې د يوې کورنۍ 7 غړي وژلي

هلمند کې چاودنې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

په هلمند کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې د يوې کورنۍ يوولس غړي وژل شوي دي.

دا پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د لښکرګاه اړونده د بولان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک  کليد ته وويل، چې تېره شپه د لښکرګاه ښار اړوند د بولان سيمي د جمپ د پوستې په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه ريکشا موټر باندې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يۍ د څلورو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ٧ تنه وژل شوي دي.

نوموړی وايي، چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

خو يوې بلې سرچينې كليد ته وويل چې په ياده پېښه كې ١١ ملکي وګړي وژل شوي دي

ددغې چاودنې مسوليت تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *