په کشمیرکې د هندي سرتیرو پر مرکز په برید کې 17 کسان وژل شوي

په کشمیرکې د هندي سرتیرو پر مرکز په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي

د هند پوځ وايي، د هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې اورپکو د هندي پوځ پر یوې اډې برید کړی چې لږترلږه ۱۷ پوځيان پکې وژل شوي. برید کې څلور بریدګر هم وژل شوي.

د هندي پوځ یوه پوځي چارواکي ویلي، په وسلو او لاسي بمونو سمبالو اورپکو د (اوري) په نامه پر یوې پوځي اډې د یکشنبې پر ګهیځ برید وکړ او اډې ته یې اور ورته کړ.

دا اډه پاکستان سره د کنټرول کرښې ته څېرمه پرته ده.

دا پېښه په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلي وضعیت ښکارندویه ده.

پر پوځي اډې برید وروسته تر هغې شوی، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر له غوسې ډک لاریونونه دوامن لري، چې له کبله یې هلته ګرځبندیز لګول شوی دی.

له غوسې ډکو څه باندې دوو میاشتنیو لاریونونو پرمهال تر ۸۰ ډېر کسان، چې نژدې ټول د حکومت مخالف لاریونیان وو، وژل شوي دي.

اوس د هند پوځ څېړنې چې په سیمه کې پټ شوي اورپکي پید کړي.

په ۱۹۴۷ کال، د هند او پاکستان تر ازادۍ وروسته، دواړو ګاونډیو هېوادونو درې ځلې جګړې کړې دي، چې دوې جګړې یې د کشمیر پر سر وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *