د وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې وسله والو ۶ کسان تښتولي دي
د وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې وسله والو ۶ کسان تښتولي دي
د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وایي، چې تېر ماښام د جلریز ولسوالۍ له تکانې سیمې څخه وسله والو مخالفنیو۶ ملکیان تښتولي دي.
د جلریز ولسوال ویلي، دغه کسان ملکي وګړي دي او وسله والو مخالفنیو له تکانې سیمې کورونو څخه را ایستلي او نامعلوم ځای ته يې تښتولي دي.
حیدري وایي، د جلریز ولسوالۍ امنیتي چارواکي او قومي مشران هڅه کوي، چې تښتول شوي کسان ژر تر ژره د وسله والو له منګلو ازاد کړي.
بل خوا د جلریز ولسوالۍ اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي سیمه ییز ځورواکي او شخصي ملېشې په دې پړه ګڼي، چې د یوشمیر مسافرو او ملکي وګړو په تښتونه کې لاس لري.