په دې وروستیو کې دې میرمنو د خپلو بشپړو حقونو د نه تر لاسه کیدو په هکله شکایتونه کړي دي او په ځینو برخو کې ددوی دکار مشرانو له دوی ځخه د عمومي عفت د ګټو لپاره کار اخستی دی.
یو شمیرافریقایي هیوادونو چې خپلې میرمنې یې د کار لپاره دې هیوادونو ته استولي دي، له دوی سره د میرمنو پر وړاندې له بد چلنده شکا
په ځینو برخو کې دا هم لیدل شوي. چې د کار د ځواک له دفترونه له افریقایي هیوادونو څخه د انسان د قاچاقو ریپوټونه هم ورکړل شوي دي. په ورته حال کې د کویت الرای ورځپانې ټینګار کړی چې د مالاوي دیرش تنه میرمنو خپل هیواد ته د بیرته ګرځیدو غوښټنه کړې ده او دا مسله دغنا هیواد د کارګرو میرمنو ترمنځ هم یادونه شوې ده.
داسې ښکاري چې کاري ځواک ستونزه په ځانګړې توګه د ښځو په هکله، یواځې افریقایي هیوادونه نه رانغاړي او ډيری ځلې د انساني ځواک له قاچاقو او ناوړه ګټې اخستنې په هکله ریپوټونه ورکړل شوي دي، د هغه دفترونو څخه چې په ډې برخه کې فعالیت کوي او له دې لارې نامشروع عواید تر لاسه کوي. ترهغې چې د بشر حقونو نړیوال بنسټ په خپله کلني ریپوټ کې په کویت کې د کاري ځواک د بد حالت په هکله ویلي دي. دې مسلې ددې هیوادونو ملي وجهه ته ډير زیان رسولی دی، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې کویت د بشر دوستی یو هیواد ګڼل کیږي.