په عربي بډایو هیوادونو کې د بهرنیو کارګرو میرمنو بردګي

په دې وروستیو کې دې میرمنو د خپلو بشپړو حقونو د نه تر لاسه کیدو په هکله شکایتونه کړي دي او په ځینو برخو کې ددوی دکار مشرانو له دوی ځخه د عمومي عفت د ګټو لپاره کار اخستی دی.

یو شمیرافریقایي هیوادونو چې خپلې میرمنې یې د کار لپاره دې هیوادونو ته استولي دي، له دوی سره د میرمنو پر وړاندې له بد چلنده شکا139505301010581478427454یت کړی دی.یو شمیر دې هیوادونو له له کوربه هیوادونو غوښتي ترڅو ددوی وګړي بیرته را ورګرځوي، او حتی دې هیوادونو په ډې هکله شکایتونه پارلمانونو ته وړاندې کړي دي.

په ځینو برخو کې دا هم لیدل شوي. چې د کار د ځواک له دفترونه له افریقایي هیوادونو څخه د انسان د قاچاقو ریپوټونه هم ورکړل شوي دي. په ورته حال کې د کویت الرای ورځپانې ټینګار کړی چې د مالاوي دیرش تنه میرمنو خپل هیواد ته د بیرته ګرځیدو غوښټنه کړې ده او دا مسله دغنا هیواد د کارګرو میرمنو ترمنځ هم یادونه شوې ده.

داسې ښکاري چې کاري ځواک ستونزه په ځانګړې توګه د ښځو په هکله، یواځې افریقایي هیوادونه نه رانغاړي او ډيری ځلې د انساني ځواک له قاچاقو او ناوړه ګټې اخستنې په هکله ریپوټونه ورکړل شوي دي، د هغه دفترونو څخه چې په ډې برخه کې فعالیت کوي او له دې لارې نامشروع عواید تر لاسه کوي. ترهغې چې د بشر حقونو نړیوال بنسټ په خپله کلني ریپوټ کې په کویت کې د کاري ځواک د بد حالت په هکله ویلي دي. دې مسلې ددې هیوادونو ملي وجهه ته ډير زیان رسولی دی، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې کویت د بشر دوستی یو هیواد ګڼل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *