دې ناروغ دغه چړې په تېرو درو میاشتو کې خوړلې دي.
ناروغ له دې کبله روغتون ته د درملنې لپاره تللی و، چې ګني د ګېډې شدید درد لري.
ډاکټرانو ویلي، ناروغ ډاکټرانو ته دا نه وو ویلي چې ګني چړې ی
عملیات د پنځو ډاکټرانو له خوا ترسره شول، خو ناروغ لا تر اوسه سم نه دی رغېدلی.
تر اوسه روښانه نه ده چې دغه سړي ولې دغه چړې خوړلې او کورنۍ یې هم په دې کار نه وه خبره کړې.
د یاد ناروغ معالج ډاکټر ویلي “باوري یو چې سړي ته ذهني ناروغي پیدا شوې وه، خو اوس یې ژمنه وکړه چې هېڅ چړې ته به لاس هم نه وروړي”.
ډاکټرانو ویلي، تر هغو ناروغ ته له روغتون نه د وتلو اجازه نه ورکوي، چې پوره ښه شوی نه وي.