د اسراییلې چارواکو له نظره د ترکیې د دولت بې کفایتي
د اسراییل د بریښنا وزیر یووال استینیتز د موساد ریس یوسي کوهن ته د یوه محرمانه لیک په استولو سره ترکیې ته د صادراتې ګاز پایپ لاین امنیت په اړه اندیښنې څرګندې کړې او په ترکیې د موساد لخوا د دې کار د امنیت د ټینکښت غوښتونکی شوی و.
د اس ډي هابیرلر سایټ د موساد ریاست ته د استینیتز محرمانه لیک منځپانګې ته په اشارې سره لیکلې: د ترکیې په ښارونو کې ناامنیو او د عمومي امنیت په تامین کې د اردوګان د دولت پاتې راتګ ته په کتو سره،د اسراییلو ګټو ته د هر راز تعرض او ګواښ(د ګاز پایپ لاین او داسې نور)، حیثیتې جنبه لرې او دا کار به د یهود دولت پر تضعیف مستقیمې پایلې ولرې؛ نو سپارښتنه کیږې چې د ترکیې د دولت کړنو په نظر کې نیولو پرته ،موساد په نامحسوسه توګه اړ دي ترڅو د اسراییل ګټي تامین او له هغه څخه ساتنه وکړې.
موساد ته د یووال استینیتز لیګل شوې لیک د منځپانګې څرګندیدو او په دې اړه چې ګواکې د ترکیې امنیت تر پوښتنه وړلو ورسته به د اردوګان دولت به خپل غبرګون څرګند کړې، د اسراییلې چارواکو ورخطا کیدو سره سم بلاخره د حریت ( مروه اردیل ) ورځپاڼې خبریال سره د اسراییل د بریښنا وزیر ټیلفونې مرکه ترتیب شوه او نوموړې یادو اندیښنو ته له اشارې پرته، ترکیې ته د اسراییل لخوا د ګاز لیږد او په مدیترانه کې د اسراییل د انحصارې اقتصادې سیمه کې ترکیې ته د نوې پایپ لاین جوړولو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.