د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایی ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ وړتیا نه لري
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري پال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د ولسمشر کېدو وړتیا نه لري.
نوموړي پوښتنه وکړه، چې د هغه ګوند یې ولې تر اوسه د ولسمشرۍ کاندیدۍ لپاره ملاتړ کوي. ولسمشر اوباما وايي: یو مهال داسې راځي چې انسان وايي نور ‘بس’ دی.
بل لور ته د امریکا دیموکرات او جمهوري پال ګوندونو مشرانو له لوري د یوه مسلمان پوځي د مور، پلار په اړه د ښاغلي ټرمپ څرګندونې غندل شوې دي.
له روسیې سره د کریمیا خاورې تړلو ملاتړ له کبله هم پر ټرمپ نیوکې شوې دي.
باراک اوباما وايي د جمهوري پال ګوند له پخوانیو ولسمشرانو سره یې د تګلارو پر سر اختلاف و، خو وايي هېڅکله یې داسې فکر نه دی کړی، چې ګواکې هغوی د ولسمشرۍ مقام وړتیا نه درلوده.
د سې شنبې په ورځ اوباما وویل: ‘ د جمهوري پال ګوند کاندید د ولسمشر کېدو وړتیا نه لري او نوموړي پرلپسې دا ثابتوي.’
‘یوې معتبرې کورنۍ فوق العاده قرباني ورکړه، خو پر دغې کورنۍ د نوموړي لفظي برید ثابته کړه، چې هغه د دغه مقام لپاره هېڅ وړتیا نه لري. ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د اوباما د ‘ ناکام مشرتابه ‘ په اړه څرګندونې وکړې، خو د ولسمشر د نیوکو په ځواب کې یې هېڅ ونه ویل.
ولسمشر اوباما د جمهوریت غوښتونکي ګوند له هغو مشرانو هم پوښتنه وکړه، چې پرلپسې د مېرمنو، کډوالو او مسلمانانو په اړه د ټرمپ د څرګندونو دفاع کوي. هغه وویل:
‘ایا دغه څرګندونې ښيي، چې همدا ستاسې ګوندي معیار دی؟’
د پارلمان مشر پال ریان او د سنا غړی مچ مک کونیل هغه جمهوري پال مشران دي، چې پر ټرمپ سختې نیوکې کوي، خو ښاغلی ټرمپ د ډېری ګوندي مشرانو ملاتړ له ځان سره لري.
د سې شنبې په ورځ لومړی ځل د نیویارک یوه جمهوریت پال مشر رچرډ هانا عام محضر کې وویل، چې هیلري کلینټن ته به رایې ورکړي. د جمهوریت غوښتونکي ګوند یو شمېر نورو مشرانو ویلي، چې د مېرمن کلینټن پر ځای به بل کاندید ته رایې ورکړي.