په خیبر پښتونخوا کې د سیلابونو له کبله د واده یو موټر اوبو وړی چې پکې ۲۴ کسان مړه شوي دي

له ډيورنډ کرښې سره نژدې په قبایلي سیمه خیبر کې د واده یو موټر د سیلاب اوبو وړی، چې له امله یې ۲۴ تنه مړه شوي او درې نور ټپيان شوي دي. چارواکي وايي په مړو شویو کې شاوخوا ۱۸ ماشومان دي.

۲

د خیبر د چارواکو په خبره د ډېری کسانو مړي يې را ایستلي، خو ځينې نور لادرکه دي.

یاده سیمه لرې پرته ده او وخت به واخلي چې د مرستندويه ډلو کارکوونکي او چارواکي هلته ورسېږي.

د خیبر چارواکو  وویل، دا پېښه د لنډي کوتل په وروسته پاتې سیمه زخه خېل کې شوې، چې د ورا یو ډاټسن ډوله موټر د خوړ اوبو وړی.

د سیمې ځايي وګړي وايي، دا موټر هغه مهال اوبو یووړ، چې د سرې شکې له خوړ څخه تېرېده. د چارواکو په خبره په دغه موټر کې تر ډېره ښځې او ماشومان سپاره وو. په پېښه کې درې تنه ټپيان هم دي، چې چارواکو يې حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

د قبايلي سیمو د چارواکو په خبره په یادو سیمو کې له تېرې يوې اوونۍ راهیسې په بارانو کې د کورونو نړېدلو او په سیلابي خوړونو په اوبو کې لږ تر لږ پنځه کسان مړه شوي دي.

له دې سره د قبایلي سیمو او پښتونخوا په شمول د پاکستان په ډېری برخو کې هم د پشکال بارانونه په روانه جولای میاشت کې پيل شوي او لاهم روان دي.

د پاکستاني چارواکو په خبره د هېواد په ډېرو برخو کې د وسې (پشکال) په دې بارانو کې تراوسه لږ تر لږه پنځه پنځوس وګړي مړه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *