د افغانستان په نفت او ګاز کې د سویلي کوریا شتون
د هیواد د معادن او پطرولیم وزارت له سویلي کوریا څخه وغوښتل ترڅو د نفت او ګاز په صنعت کې او د کیمیاوي د کوډ د تولید کارخانو په فعالولو کې پانګونې وکړي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د معادن او پطرولیم وزرات خبرپاڼې له خولې،د یاد وزارت سرپرستۍ غزال یار صافي او د سویلي کوریا سفیر چین کي هون تیره ورځ په کابل کې سره وکتل.
په دې ناسته کې د معادن او پطرولیم سرپرستۍ سویلي کوریا ته د نفت او ګاز او د مزارشریف د کیمیاوي کوډ د تولید کارخانې رامنځ ته کولو په موخه مشخص وړاندیز وکړ.
میرمن یارصافي وړاندیز وکړ ترڅو د نفت ، ګاز او د مزارشریف د کیمیاوي کوډ د کارخانې د تولید د سویلي کوریا د شخصي شرکتونو ترڅنګ د کابل کوډ او برق لپاره پرمختللي تجهیزاتو په برخه کې کمک او همکاري وکړي.
په ورته حال کې په کابل کې د سویلي کوریا سفیر هم د افغانستان د نفت او ګاز په برخه کې د خپل هیواد له لیولتیا څخه یادونه وکړه او وویل چې په دې اړه به د خپل هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره خبري وکړي.
د هیواد د نفت په برخه کې د کوریا پانګونې په داسي حال کې پیل کیګي چې دا هیواد د ځوانانو د پیاوړي کولو لپاره په کابل کې د زدکړو یو شمیر مرکزونه یی رامنځ ته کړي دي او هر کال په سلګونه ځوانان په بیلا بیلو برخو کې لکه کمپیوتر،برق،نجاري،خیاطي او نلدواني زدکړي کوي.