د عراق د صدر جریان مشر د خپلو پلاویانو په منځ کې د امریکا هغو سرتیرو ته ګواښ وکړ چې غواړي د موصل ښار آزادولو لپاره عملیات وکړې
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،مقتدې د هغه سوال په ځواب کې چې د موصل ښار په آزادولو برخه کې د امریکایی سرتیرو ګډون لپاره څه نظر لری وویل:هغوي د خپلو بریدونو موخه وګرځوي.
د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکا به نور ٥٦٠ تنه عسکر عراق ته استوي چې د عراقي ځواکونو سره د اسلامي دولت د ډلې په خلاف مرسته وکړي او د موصل ښار بیرته ونیسي.
په عراق کې اوس مهال ۴۰۸۷ امریکایی سرتیري شتون لري.
د عراق زیات شمیر سیاسي کارپوهان عراق ته د نورو امریکایی سرتیرو استول د موصل ښار نیولو لپاره مخالف دي.