مقتدي صدر:په عراق کې امریکایی سرتیري په نښه کړي

د عراق د صدر جریان مشر د خپلو پلاویانو په منځ کې د امریکا هغو سرتیرو ته ګواښ وکړ چې غواړي د موصل ښار آزادولو لپاره عملیات وکړې

5

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،مقتدې د هغه سوال په ځواب کې چې د موصل ښار په آزادولو برخه کې د امریکایی سرتیرو ګډون لپاره څه نظر لری وویل:هغوي د خپلو بریدونو موخه وګرځوي.

د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکا به نور ٥٦٠ تنه عسکر عراق ته استوي چې د عراقي ځواکونو سره د اسلامي دولت د ډلې په خلاف مرسته وکړي او د موصل ښار بیرته ونیسي.

په عراق کې اوس مهال ۴۰۸۷ امریکایی سرتیري شتون لري.

د عراق زیات شمیر سیاسي کارپوهان عراق ته د نورو امریکایی سرتیرو استول د موصل ښار نیولو لپاره  مخالف دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *