بغداد کې د یکشنبې ورځې د خونړي ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۱۶۵ او د ټپیانو شمېر ۲۲۵ کسانو ته ورسید.
د عراق حکومت د دغه خونړي برید له کبله په ټول هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.
لومړی بريد په یوې لارۍ کې د چاودېدونکو توکو په وسيله يوه رسټورانټ ته نژدې د په یوه سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شو چې خلکو د اختر لپاره توکي پلورل.
اسلامي دولت نومې ډلې د دغو بريدو پړه پر غاړه اخيستې ده.
دا برید په داسې وخت کې تر سره شوی چې څو ورځې وړاندې عراقي ځواکونو له داعش نه د فلوجې ښار نیول عملیات تر سره کړل. د فلوجې ښار له ډېرې مودې راهیسې د داعش په ولکه کې و.
عراقي چارواکي وايي، داعش پر بغداد د برید لپاره له فلوجې ګټه اخسته.
د رپوټونو له مخې، د کرادې سیمې په چاودنه کې چاودېدونکي توکي په یوه یخچال کې ځای پرځای شوي و چې یوه پر یوه موټر بار و.
دا په روان میلادي کال کې ترټولو خونړۍ برید و.
اسوشېټډ پرېس د عراقي چارواکو په له خولۍ ویلي چې په کراده کې چاودنه کې تر ډېره ماشومان وژل شوي دي.
په وروستیو څو مياشتو کې داعش نومې ډلې د عراق په بېلا بېلو برخو کې دې ته ورته بريدونه ترسره کړي، چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.