تېرو اونیو کي پاکستان غوښتل تورخم کی یو لړ تاسیسات جوړ کړي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ خونړۍ نښته وشوه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل او اسلام اباد پر یوه میکانیزم هوکړه کړې، چې موخه يي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مختلفو موضوعګانو په اړه همږغي او مشوره کول دي.
په دې کې په ځانکړي ډول وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ او امنیت موضوع ته توجه شوې.
دغه هوکړه په تاشکند کي د شانګهای د سازمان د سرمشريزې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز ترمنځ شوې
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي رباني او سرتاج عزیز به په ګډه د دغه میکانیزم مشري کوي او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران به هم په هغه کي شامل وي.
تېرو اونیو کي پاکستان غوښتل تورخم کی یو لړ تاسیسات جوړ کړي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ خونړۍ نښته وشوه.
د روانې میاشتې نیمايي کې ډيورنډ کرښې ته نژدې تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ له څلورو ورځو نښتو وروسته دواړو غاړو پر اوربند پرېکړه وکړه.
د جون میاشتې په لومړیو کې پاکستاني چارواکو د تورخم پر پوله هغه افغانان پاکستان ته له ورتګه منع کړل، چې قانوني اسناد یې نه درلودل.
پاکستاني پوځيانو هغه مهال په تورخم کې د لاسپیکرو په مټ قبایلي سیمې ته د اوښتونکو افغانانو لپاره اعلانونه وکړل، چې له اسنادو پرته د اوښتو هڅه ونه کړي.
د اټکلونو له مخه ویل کېږي، چې پاکستان کې کابو دوه نيم میليونه افغان کډوال ژوند کوي، خو یوازې شاوخوا یو نیم میلیون یې راجسټر شوي دي.