تېرو اونیو کي پاکستان غوښتل تورخم کی یو لړ تاسیسات جوړ کړي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ خونړۍ نښته وشوه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل او اسلام اباد پر یوه میکانیزم هوکړه کړې، چې موخه يي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مختلفو موضوعګانو په اړه همږغي او مشوره کول دي.

په دې کې په ځانکړي ډول وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ او امنیت موضوع ته توجه شوې.

دغه هوکړه په تاشکند کي د شانګهای د سازمان د سرمشريزې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز ترمنځ شوې160620132043_torkham_pakistan_640x360_getty.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي رباني او سرتاج عزیز به په ګډه د دغه میکانیزم مشري کوي او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران به هم په هغه کي شامل وي.

تېرو اونیو کي پاکستان غوښتل تورخم کی یو لړ تاسیسات جوړ کړي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ خونړۍ نښته وشوه.

د روانې میاشتې نیمايي کې ډيورنډ کرښې ته نژدې تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ له څلورو ورځو نښتو وروسته دواړو غاړو پر اوربند پرېکړه وکړه.

د جون میاشتې په لومړیو کې پاکستاني چارواکو د تورخم پر پوله هغه افغانان پاکستان ته له ورتګه منع کړل، چې قانوني اسناد یې نه درلودل.

پاکستاني پوځيانو هغه مهال په تورخم کې د لاسپیکرو په مټ قبایلي سیمې ته د اوښتونکو افغانانو لپاره اعلانونه وکړل، چې له اسنادو پرته د اوښتو هڅه ونه کړي.

د اټکلونو له مخه ویل کېږي، چې پاکستان کې کابو دوه نيم میليونه افغان کډوال ژوند کوي، خو یوازې شاوخوا یو نیم میلیون یې راجسټر شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *