د موساد ریس: په سوریه کې د داعش د ماتې پلویان نه یو

د اسرایلو د استخباراتو یا موساد ریس هرتسی هیلفي ویلي: په تیرو دریو میاشتو کې د داعش لپاره تر ټولو سختې میاشتې وې1466235271139408111705513046438804.

د خاور میانه خبري آژانس د ریپوټ له مخې: د ار این جي اسرایلي سایټ ویلي هیلفي د هرتزلیا په کنفرانس کې د خپلو خبرو په لړ کې په ډاګه وویل: اسرایل نغواړي ترڅو د سوریې ستونزه د داعش په ماتې سره پای ته ورسیږي. ځکه چې له سیمې د لویو هیوادونو وتل، د لبنان او ایران پر وړاندې چې لوی ځواکونه لري او اسرایلو یواځې پاتې کیدل د اسرایلو لپاره لوی ګواښونه رامنځ ته کولای شي نو له دې مخې مونږ باید د سوریې په چارو کې لاسوهنه وکړو ترڅو دې حالت ته ونه رسیږو.

په سوریه کې وسله والې نښتې د دوه زره یولسم کال د مارچ له میاشتې پیل شوې. ددې هیواد پوځ له بیلا بیلو وسله والو ډلو سره چې په بیلا بیلو نمونو رامنځ ته شوې مبارزه کوي چې له دوی څخه لویه او ځواکمنه ډله د داعش ده خو اوس دا ډله چې د عراق او سوریې ډیری سیمې یې نیولې دي له ما تې سره مخ ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *