نامالومو وسله والو کسانو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالی کې د مساپر وړونکي موټر سپرلۍ برمته کړې دي

د هلمندهلمند والي ویاند عمر ځواک خاورمیانه خبري آژآنس ته ویلي: پیښه نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې د ګرشک ولسوالۍ د ماجیرا بازار په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده ویلي وسله والو طالبانو لومړی یو درې سوه څلور او دوه ټانکر موټر درولي او له څو شیبو وروسته یې د مساپر وړونکي موټر سپرلی له ځان سره بیولي دي. د عمر ځواک په وینا وسله والو طالبانود ښځو او ماشومانو په ګډون اتلس کسان خوشي کړي نارینه او نوي ځوانان یې له ځان سره بیولي دي.

ده د تښتول شویومساپرینو د شمیرې په هکله مالومات نه درلودل خو ویلي یې دي چې ددوی دخوشي کیدولپاره عملیات روان دي ده ویلي تر اوسه د هغه سیمې په هکله چې دا مساپرین ور تښټول شوي مالومات شتون نلري

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې وسله والو کسانو د هیواد په شمال کې ډيری کسان برمته کړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *