د روسیې شمال د کريلايا په سيموزيرو سمندر غاړه کې د کښتيو ډوبېدو له امله د ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې کښتۍ د توپان له امله نسکورې شوې او دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.
د رو
د ناتاييد شويو راپورونو له مخې، په دغه پېښه کې له ۴۹ کسانو ۲۶ يې ژغورل شوي او په سيمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي.
د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې او په دې تړاو يې يو ښوونکی نيولی دی.
د مسکو ښاروال د خواله رسنيو پر وېبپاڼه ټوېټر يوه پيغام کې ويلي، “په کريلايا کې يوه لويه پېښه رامنځ ته شوې، د لومړنيو معلوماتو له مخې د مسکو ۱۰ ماشومان ډوب شوي، کورنۍ او خپلوانو ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم”.