په هلمند كې د خنجر عملياتو په لړ کې اتلس وسله وال وژل شوي دي

افغان امنيتي سرچينې وايي، د هلمند په نهر سراج او مارجه ولسوالۍ كې د خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه مورد كې ۱۸ تنه وسله وال وژل شوي، ۱ ټپي شوى او يو ژوندى نيول شوى دى.

د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه په راستول شوې خبرپاڼه كې راغلي چې افغان ځواكونو د هلمند په مارجه كې د وسله والو د ځپلو په عملياتو كې ۱۳ طالبان وژلي.

همدا راز يې په نهر سراج كې بيا د عملياتو په ترڅ كې ۵ وسله وال وژلي، ۱ تن ټپي او يو يې ژوندى نيولى دى.

سرچينې د يو لړ مهماتو د نيول كېدو خبر هم وركړى دى خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل