افغان امنيتي سرچينې وايي، د هلمند په نهر سراج او مارجه ولسوالۍ كې د خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه مورد كې ۱۸ تنه وسله وال وژل شوي، ۱ ټپي شوى او يو ژوندى نيول شوى دى.

د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو1amneyat-1399372671 څخه په راستول شوې خبرپاڼه كې راغلي چې افغان ځواكونو د هلمند په مارجه كې د وسله والو د ځپلو په عملياتو كې ۱۳ طالبان وژلي.

همدا راز يې په نهر سراج كې بيا د عملياتو په ترڅ كې ۵ وسله وال وژلي، ۱ تن ټپي او يو يې ژوندى نيولى دى.

سرچينې د يو لړ مهماتو د نيول كېدو خبر هم وركړى دى خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *