شاهين ۱۳ عملياتو كې ۶۱ داعش وسله وال وژل شوي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا د شاهين ۱۳ په نوم عملياتو كې د يو مشهور قوماندان په ګډون ۶۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې د كوټ ولسوالۍ د سه پاى، خوره ګۍ، پټه دره، بندوک، فرشاه خېل او چنا9678E758-2BB0-4313-A27F-08D8E5F8B17F_mw1024_s_nر کلي د داعش وسله والو له شتون څخه پاک شول.

د سرچينې په وينا، د مخالفينو له لوري شل حلقې ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم کشف او له منځه يوړل شول.

سرچينه زياتوي، چې د كوټ ولسوالۍ د امنيت ساتنې په هدف په يادو سيمو کې د پاڅوون کوونکو پوستې لا تجهيز شوې، ترڅو امنيتي ځواکونو سره د امنيت په برخه کې مرسته وکړي.

په ياده ولسوالۍ كې د شاهين ۱۳ عملياتو په مهال د ملي اردو درې تنه سرتېري ټپيان شوي او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *