په ننګرهارکې د شاهين ۱۳ عملياتو په لړ كې ۶۱ داعش وسله وال وژل شوي
شاهين ۱۳ عملياتو كې ۶۱ داعش وسله وال وژل شوي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا د شاهين ۱۳ په نوم عملياتو كې د يو مشهور قوماندان په ګډون ۶۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې د كوټ ولسوالۍ د سه پاى، خوره ګۍ، پټه دره، بندوک، فرشاه خېل او چنار کلي د داعش وسله والو له شتون څخه پاک شول.
د سرچينې په وينا، د مخالفينو له لوري شل حلقې ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم کشف او له منځه يوړل شول.
سرچينه زياتوي، چې د كوټ ولسوالۍ د امنيت ساتنې په هدف په يادو سيمو کې د پاڅوون کوونکو پوستې لا تجهيز شوې، ترڅو امنيتي ځواکونو سره د امنيت په برخه کې مرسته وکړي.
په ياده ولسوالۍ كې د شاهين ۱۳ عملياتو په مهال د ملي اردو درې تنه سرتېري ټپيان شوي او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.