د عراق د خلکو د ملیشه ځواکونو پوځي استازي کریم خان نوري «ایزویستیا» ته وویل؛ چې تروریستان په فلوجه ښار کې ځوانان په مریانو او کوچنیان په ځانمرګو بدلوي.

یاد432184ه رسنۍ د نوموړي له قوله خبر ورکوي:«جګړه ماران خلکو ته ددې اجازه نه ورکوی، چې د ښار څخه ووځي او د ژوندي سپر په توګه یې کاروي. سر بیره پردې چې خلک ددغو پوځي عملیاتو قربانیان دي، د ډیرو نورو ناوړه پیښو سره هم مخ کېږي. د بیلګې په توګه خلک دې ته اړ ویستل کېږي، چې ټپې شوو ترهګرو ته وینه ورکړي. د ویلو وړ ده، چې ځینې داسې پیښې هم په سترګو شوې دي، چې خلک د ډیرې وینې ورکړې له کبله مړه شوي هم دي. په همدې ډول تروریستان د بشرې ناورین څخه هم ناوړه ګټه پورته کوي، خلکو ته خوراکه توکې ددې په بدل کې چې ددوي په پلوی وجنګیږي ورکوي. تروریستان خلک دې ته اړباسي چې جګړه وکړي. ځیني وختونه د چاودیدونکو توکو ډک موټرونو چلونکي کوچني ماشومان وي، چې د ځانمرګو په توګه روزل شوي وي».

نوموړي زیاته کړه؛ هغه څوک چې هڅه کوي، د ښار څخه تیښته وکړي، سمدستي ویشتل کېږي او په همدي ډول هغه خلک چې ترهګرو د کړنو سره مخالفت کوي، هغوي هم له منځه وړل کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *