د مایامي د پوهنتون کارپوهان په دې باور دي، چې ښخې د داعش  تروریستي دلې د غړو تر منخ د اړیکو ټینګولو او د بریښنا په کرښه تبلیغاتې برخه کې مهم او ځانګړی رول لوبوی. په دې هکله لیکنه د635740417563727863 Science Advances په مجله کې خپره شوې ده.

په دې هکله خبر کې ویل کېږي، چې ښځې د بریښنا په کرښه “VKontakte” په بریښنا پاڼه کې ډیر تبلیغات کوی. په لومړي قدم کې دغه پاڼه ددوي لخوا ځکه ډیره کارول کېږي، چې د Facebook پر تله زر او په اغیزمنه توګه نه بلاک کېږي. دوهم دا چې دغه پاڼه په هغو سیمو کې چې د «اسلامي دولت» تر کنترول لاندي سیمې دي، ډیر کتونکي او لوستونکي لري.

ویل کېږي، چې د بریښنا په کرښه په یادې تروریستي ډله کې ښځې چې شمیر یې د نارینه پر تله لږ هم دی، خو ډیر فعال رول لوبوی. د ښځو شمیر ۱۷ زرو ته په داسي حال کې رسېږي، چې د نارینه غړو شمیر ۲۵ زره کسان په ګوته شوی دی.

څیړونکي وایي، چې ښځې د آسلامي دولت» په ډله کې د غړو تر منځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې، د دغې ډلې لپاره په تبلیغاتي برخه کې مهم او ځانګړی رول لوبوی. دوي په غږیزه توګه او په لیکل شوې بڼه تبلیغات کوي او ددغې ډلې لیکو ته خلک رابولي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *