د القاعدې اوطالبانو د یوځای کیدو هڅې
د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په خپل یو تازه غږیز پیغام کې، چې القاعده ډلې پر انټرنټ خپور کړی دی، د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت کوي .
د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د القاعدې د ډلې د مشر ايمن الظواهري بیعت کومه نوې خبره نه ده دا يو بل ته معنوی ډاډ او د بيعت تجديد دی ،کوم ځانگړې تاثير پرطالبانو نلري .
ښاغلي مژده وويل ، تردې مخکې هم د القاعدي مشرد طالبانو د مشراختر منصور او تر هغې مخکې يی د ملا محمد عمرسره بيعت کړې وو.
مژده زياته کړه ،القاعده او طالبان د ايديالوژۍ له لحاظه ورته والې نلری خو مشترک دښمن دوئ سره يو ځای کولائ شي .
د القاعده ډلې بيعت د طالبانو پرموجوده ډلې څه اغيز لرلائ شي