په میدان وردګو کې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده
په میدان وردګو کې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده
د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې له تېرې ورځې راهیسې په جلرېز ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د جلرېز ولسوال نقیب الله حیدري وویل، چې جګړ د حزب اسلامي د قوماندان فیض الله او د طالبانو د یو سیمه ییز قوماندان نعمت الله ترمنځ شوې ده، چې تر اوسه پورې د حزب اسلامي دوه کسان وژل شوي، درې ټپیان دي او د طالبانو یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
حیدري زیاته کړه، نښته په جلرېز او مرکز میدان ښار کې د حزب اسلامي ډلې له لوري د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي پر سر رامنځته شوې ده، چې اوسمهال هم پر یو بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي.
د جکړې ښکېلو خواوو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.