په لیبیا کې ۱۲ کسان له خوشي کېدو وروسته وژل’ شوي دي
د لیبیا یوې محکمې له ‘الرویمي’ زندان نه په مشروط ډول د دغو بندیانو د خوشي کېدو امر کړی و.
د لیبیا حکومت پلازمېنه طرابلس کې د هغو ۱۲ وژل شویو کسانو د وژل کېدو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې، چې ویل کېږي له خوشي کېدو یوه ورځ وروسته وژل شوي دي. ویل کېږي دغه بندیان د تېرې جمعې په ورځ وژل شوي.
یوه ورځ وړاندې د لیبیا رسنیو د دغو بندیانو د خوشي کېدو په اړه رپوټونه ورکړي وو.
ویل کېږي دغه بندیان د لیبیا د مخکیني مشر معمر القذافي ملاتړي وو، چې په ۲۰۱۱ کال د قذافي د نظام پرمهال د نظام د مخالفینو د ربړونې او وژنې په تور نیول شوي وو.
د لیبیا یوې محکمې له ‘الرویمي’ زندان نه په مشروط ډول د دغو بندیانو د خوشي کېدو امر کړی و.
د لیبیا د لوی څارنوال دفتر ویلي، ټول بندیان په مرمیو ویشتل شوي و، خو د وژلو انګیزه یې لاهم ناڅرګنده ده.
د لیبیا چارواکي وايي، د زندان د ثبت معلومات یې ښيي چې بندیان د تېرې پنجشنبې په ورځ له خپلو کورنیو سره یوځای له زندان نه وتلي، خو دغه معلومات د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه دي تایید شوي.
په مقابل کې، د لیبیا په ختیځ کې حکومت د زندان چارواکي له بندیانو نه په خلاصون تورنوي او وايي چې ”ناقانونه ډلې پر زندانونو واکمنې دي”.
په لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازي مارټن کوپلر د وژنې دغه پېښه غندلې او د ”رڼې څېړنې” غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي ”د خوشي شویو بندیانو د وژل کېدو په اړه مې ټکان خوړلی”.
په الرویمي زندان کې تر ۴۰۰ ډېر بندیان ساتل کېږي، چې پر ډېری یې د قذافي له نظام سره د خواخوږۍ تورونه دي.
د ۲۰۱۵ سپتمبر کې ”د بشري حقونو د څار سازمان” په راپور کې د الرویمي زندان د ننه د ربړونې ګڼې پېښې راوړل شوې وې.
د لیبیا پر زندانونو تر ډېره په هېواد کې ګډې وسله والې ملېشې او د قضايي ارګان پولیس واکمن دي.