نامالوو وسله والو په لوګر کې درې خویندې وژلې دي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/06/لوګر1.jpg)
مخ پټو وسله والو د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د ملاخان په نوم د یو قومي مشر درې پېغلې لوڼې تښتولي او د خواجه انګور په دښته کې په ډزو وژلي دي.
دغه نجونې د کور د رنګولو په پاره د پنجپای سیمه کې چینې ته د خړې خاورې راوړلو له پاره تللې وې، چې د مخ پټو وسله والو له لوري وتښتول شوې.
خروار ولسوالۍ د پراختیايي شورا مشر ډاکتر ناصر سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې مخ پټو وسله والو لومړې دا نجونې له پنجپای سیمې تښتولي او وروسته یې په خواجه انګور دښته کې وژلې دي.
دغه قومي مشر وایي، وژل شویو نجونو کې یوه یې نهه کلنه، دویم یې ۱۸ کلنه او دریمه هغه یې ۱۵کلنه وه.
ناصر زیاتوي، دغو مخ پټو وسله والو د امنیتي ځواکونو یونیفرم اغوستی وو.
له بلې خوا د لوګر د والي ویاند سلیم صالح پېښه تاییدوی او وايي، چې د خروار ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه خپلې پلټنې پیل کړي دي.
دا لومړی ځل دی، چې په لوګر ولایت کې ناپېژانده وسله وال د یوې کورنۍ درې خویندې وژني.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.