د بغلان مرکز پلخمري د سرخ کوتل سیمې ځېنې اوسېدونکي وايي، وروسته له هغې چې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو د برید په نتیجه کې له دې سیمې ووتل، د دوی قیمتي شیان یې له ځانه سره یوړل او کورونه یې ورته وسوزول.

د سرخ کوتل دوه تنه اوسېدونکي حبیب الله او حاجي قمرالدین له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، وروسته له هغه چې افغان امنیتي ځواکونو دغه سیمه د وسله والو طالبانو له موجودیته پاکه کړه، کلیوال خلک بېرته خپلو مېنو ته را وګرځېدل؛ په کلي کې هېڅ هم پاتې نه وو، وسله والو طالبانو هر څه له ځانه سره وړي وو.

د سیمې خلک وايي، طالبانو سره بېره پر دې، چې د دوی کورونه سوزولي دي، په کورنو کې یې ورته ماینونه خښ کړي دي.

دوی وايي، چbaghlan  (3)ې طالبانو د سرخ کوتل سیمه ییز بازار لوټ کړی دی او وروسته یې اور ورته کړي دي.

په دې ولایت کې د لسمې قطعې قوماندان جنرال محمد علي یزداني، چې په سرخ کوتل سیمه کې د جګړې مسوولیت پر غاړه لري وایي، طالبان د خلکو مالونه لوټوي، عشر ټولوي  او د خپل لګښت له پاره په دې سیمه کې جنګېږي.

یزداني، تاییدوي، چې طالبانو د خلکو کورنو ته اور اچولی، پلونه او پلګي یې ویجاړ کړي.

دی زیاتوي، چې طالبان له پردیو استخباراتو دوستور اخلي او د هغوی موخه هم د خلکو او د هغوی د کورونو بربادول دي، طالبان هغه مهال جګړه کوي، چې د خلکو د محصولاتو د راټولولو وخت وي.

په ډنډغوري سیمه کې د طالبانو نظامي قوماندان مولوی حلال د خلکو دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د خلکو د مالونو لوټل او د کورونو سوزل د افغان امنیتي ځواکونو کار دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې د پلخمري ښار د چشمه شیر او سرخ کوتل سیمې نیولې وې، چې افغان امنیتي ځواکونو د تازه عملیاتو په کولو سره دغه سیمې د طالبانو له وجوده پاکې کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *