القاعدې د طالبانو له مشر سره بیعت اعلان کړ

داسې ښکاري چې د ایمن الظواهري دغه پیغام د مۍ په میاشت کې ثبت شوی وي

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په خپل یو تازه غږیز پیغام کې، چې القاعده ډلې پر انټرنټ خپور کړی دی، د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت کوي.

دا بیعت لاس په لاس نه دی شوی، بلکې د همدغه پیغام له لارې اعلان شوی دی.

دغه پیغام چې شاوخوا ۱۴ دقیقې دی د پژواک اژانس هم اورېدلی. یو کس، چې ایمن الظواهري بلل کیږي وايي ” زه د القاعده د جهادي ډلې د امیر په توګه، له تاسو سره خپل بيعت اعلانوم، ځکه چې زموږ پخواني مشر اسامه بن لادن هم د طالبانو د ډلې ملاتړ کړى و.”

ایمن الظواهري تر دې مخکې د طالبانو د بل مشر ملا اختر محمد منصور سره هم بیعت کړی و.

ملا منصور تېره مياشت د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو. طالبانو بیا ملا هبت الله خپل نوی مشر وټاکه.

ایمن الظواهري په دغه پیغام کې همدغه راز د ملا منصور په وژلو هم خواشیني ښودلې ده.

داسې ښکاري چې دغه پیغام د مۍ په ۲۷ نېټه ثبت شوی دی، خو سي ان ان وايي دا سخته ده چې ثابت شي دا غږیز پيغام رښتیا دی که نه.

Author

خروج از نسخه موبایل