په دې ناسته کې د سیمه ایزو بدلونو د مسایلو په هکله خبرې شوي دي  او په کویټ کې د پخلاینې خبرې ددې مسایلو ځخه اړینه برخه وه  او د روسیې مرستیال سفیر دا خبرې ګټورې ښودلې وې.

ښاغلي اولګ نغوته وکړه چې د اوسنیو حاکم چارواکیو هوکړو ته په درنښت سره اړینه ده ترحو د امنیت شورا خبرو او خصوصي پریکړو ته درنښت وشي. ده ویلي: کله چې یمنیانو او ملګرو ملتونو د دې اسنادو پخلی وکړ خو بیا یې هم دا اسناد له پامه وغورځول.

ده د معقولو امتیازاتو د اهمیت چمتو کولو لپاره چې د دواړو لورو له خوا منل شوي وو نغوته کړې ده. په دې ناسته کې ده ټینګار کړی چې هیواد یې له هرې هغه هوکړې چې د یمنیانو په ګټه وي او دوی ته سوله او پخلاینې راولي ملاتړ کړوي. له دې سره ده ټینګار کړی چې روسیه د یمن له خلکو سره ولاړه ده او ددوی طبعي حق او ځمکنۍ بشپړتیا ته په بشپړه توګه درنښتالقائم-بأعمال-السفير-الروسي لري.

ښآغلي اولګ نغوته کړي چې په یمن کې د سیاسي ستونزې د هواری لپاره له خبرو بله لاره شتون نلري او ویلي یې دي: د سیاسي او امنیتي حل لاره پرته دې ته پّ کتو سره چې سیاسي او امنیتي مسایل په خپلو کې سره تر ډیره اړیکه لري نو له دې مخې د سیاسي او امینتي ستونزې د هواری لپاره یواځینی غوره لاره د ټولو اړخونو ترمنځ خبرې کول ده.

له دې سره پّ دې ناسته کې پّ یمن کې د سولې او پر دې هیواد د هوایي بریدونو چې هیڅ ډول ګټه یې نه درلوده خبرې شوې دي. له دې سره ده په یمن کې پر ملکي کسانو د بمباریو او پّ کویټ کې د دې هیواد په هکله د ناستې د ناکامۍ په تړواو خواشیني ښودلې ده.

ده ویلي د بریدونو دوام د سوله ایزو خبرو سره په ټکر کې بولي او وړاندې شوي توجیهات  د ایتلاف غړیو هیوادونو له لوري وړاندې شوي د منلو وړ ندي. ده پر یمن د هوایي بریدونو د دواړو خواوو ترمنځ پر اوربند ټینګار کړی دی.

له دې سره دوی د یمن په سویلي سیمو کې چې ددې هیواد د تښتیدلي ولسمشر د پلویانو په واک کې دي د بشر حقونو او امنیت په هکله خبرې شوي دي. د هغه سیمو په هکله چې د ایتلاف پهخوښه ګامونه پورته کوي. ده دانسان دوستانه په مرستو کې د اصل پر بې پلويتوب ټینګار کړی دده نغوته د هغه مرستو ته نغوته وه چې کوم چې پّ دې هیواد کې د ویش پّ حال کې دي. ډيری دا مرستې د سعودي عربستان له لوري تر سره کیږي او ویل کیږي چې یواځې په هغه کسانو ویشل کیږي کوم چې د سعودي عربستان پّ مشری د ایتلاف پلویتوب کوي دې ته په کتو سره چې دا ډول ګام پورته کول د نړیوالو قوانینو پر خلاف دي.

خو د یمن په هکله د ګډ وډی چې ډيری یې د دې هیواد په سویل کې رامنځ ته شوې نغوته کړې ویلي یې دي. د منصور هادي حکومت د عدن په ښار کې دا په ډاګه کړه چې د سیاسي قدرت او امینتي مدیرت او چوپړتیا په برخه کې وړتیا نلري او دایې په ډاګه کړې ده. ده ویلي د حکومت او انصاارالله ډلې تر واک لاندې په سیمو کې له حالاتو داسې ښکاري چې انصارالله له دې سره چې ددوی  په سیمو کې جګړه روانه ده او دا سیمه د ایتلاف تر هوایي بریدونو لاندې راوستل کیږي او پر دې سیمو کلابندې روانه ده خو بیا هم دا ډله په مدیریت کې بریالی وه. او دا ددې ښکارندوي کوي چې د انصارالله ډله د حکومت په پرتله په مدیریت کې پیاوړې ده.

حسین العزی په یمن کې د سولې او اغیزناکه چوپړتیا په رول ټینګار کړی او ټولو برخو ته یې په نغوتې سره هیله مندي څرګنده کړې چې په کویټ کې خبرې په بریا سره تر سره شي او دا یې اعلان وکړ چې روسیه په یمن کې د سیاسي لارو څخه د کار اخستو ملاتړ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *