تراوسه نه ده روښانه چې دا بريد چا کړی خو حکومتي ځواکونه غواړي په دغه سیمه ولکه ټينګه کړي

د سوريې په حلب ښار کې د بشار اسد حکومت د ياغيانو پر مرکزونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې لږ ترلږه ۱۵ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي، د حلب ښار ختيځې سيمې الشعار کې له يوه روغتون سره نژدې بم پرېوتلی دی.

له دغو بريدو160608113622_aleppo_640x360_reuters_nocreditنو وروسته خپاره شوي تصويرونه او ويډيوګانې ښيي چې خلک له نړېدلو ودانيو ټپيان او وژل شوي کسان وباسي.

تراوسه لا نه ده روښانه چې دغه هوايي بريدونه چا کړي، خو حکومتي ځواکونه هڅه کوي چې په دغه ښار يو ځل بيا ولکه ټينګه کړي.

د سوريې ولسمشر بشار اسد د سې شنبې په ورځ ويلي وو، چې د هېواد هره برخه به له ياغيانو پاکه کړي.

ولسمشر اسد په خپلو خبرو کې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د ياغيانو تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی بللی و او ويلي يې وو چې “د ده خوبونه او هيلې به په حلب کې ښخې کړل شي”.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي پر روغتون د بريد له امله په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *