چاودنه ګهیځ مهال د استانبول مرکز له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې شوې

ترکي رسنۍ وايي، د دغه ه160607070639__89900217_e01b54aa-4faf-433e-93b8-5849a3ed0b0eېواد پلازمېنه استانبول کې د پولیسو یو بس په نښه شوی، چې لږترلږه ۱۱ کسان پکې وژل شوي دي. چاودنه د بسونو یوه تمځي ته څېرمه شوې ده.

رپوټونه وايي، چاودنه له لیرې د کنټرولېدونکي ماین په مټ شوې ده.

د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي چې یو بس ویجاړ شوی او د ورڅېرمه ودانیو ښیښې هم ماتې شوې دي.

په ترکیه کې په وروستیو کې له کردي بېلتونپالو سره د حکومت د ترینګلتیا له کبله تاوتریخوالی او د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.

تر ډېره د ترکیې پر ناامنیو د ګاونډي سوریې کورنۍ جګړې هم منفي اغېز کړی دی.

استانبول کې دا تازه چاودنه داسې مهال شوې، چې ګهيځ مهال د موټرو تمځي کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه.

د چاودنې سیمې ته څېرمه د سیلانیانو د سیل یوځای هم دی.

په تلوېزیون کې د چاودنې انځورنه خپاره شوي چې پولیس په کوڅو کې لیدل کېږي.

رپوټونه وايي، له چاودېدونکو توکو یو ډک یو پارک شوی موټر په ریموټ کنټرول چوول شوی

تر اوسه ددې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

د ترکیې وروستیو بریدونو تر شا معمولاً ‘اسلامي دولت’ او ترکي وسله وال وو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ترهګرې ډلې ځکه ولسي وګړي په نښه کوي، چې دوی له ترکي امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې خپله وړتیا بایللې ده.

ترکیه د امریکا په مشرۍ د ‘اسلامي دولت’ نومې ډلې پروړاندې د ایتلاف غړیتوب لري او دغه هېواد په سوریه او عراق کې د یادې ډلې پروړاندې د ایتلاف هوايي بریدونو ته خپلې اډې ورکړې دي.

دوه کاله وړاندې د ترکیې حکومت او ‘پ ک ک’ کردي وسله والو ترمنځ اوربند وشو، چې تېر اوړی دا اوربند مات شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *