روسيه به له سوريي ځواکونو څخه خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکړي او دا اجازه به ورنکړي ترڅو د حلب ښار د دولت وسله والو مخالفينو لاس ته ورشي

په مسکو کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه خبري ناسته کې ویلي: هغه څخه چې د حلب او شاوخوا سیمو کې رامنځ ته کیږي هغه څه دي چې په هکله یې مونږله دې مخکې امریکا ته مالومات ورکړي وو0,,17875307_303,00.

ده زیاته کړې: امریکا په دې پوهیږي چې مونږ به د سوریې له پوځ څخه په ښه او ګټوره توګه ملاتړ وکړواو دا اجازه نه ورکوو ترڅو ترهګر دا سیمه ونسي.

د روسیې دفاع وزارت هم د یوې خبر باڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې روسي الوتکو په دیرالزور ولایت کې د عشاره ښار نه دی بمبار کړی.

خبري سرچینو ویلي: د دوشنبه په ورځ پر دې ښار د هوایي برید له امله اولس کسان وژل شوي دي. د روسیې د دفاع وزارت ویاند ویلي: روسي ځواکونو په دې سیمه کې هیڅ ډول عملیات ندي تر سره کړي.

مخکې له دې په سوریه کې د بشر حقونو ادارې ویلي وو دا برید د روسي او سوري ځواکونو له لوري تر سره شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *