د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ۲۴ طالبان وژل شوي
د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ۲۴ طالبان وژل شوي ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په يو شمېر سيمو كې يې د خپلو ترسره شويو عملياتو په اوږدو كې څلرويشت طالبان وژلي او شپږ ويشت نور يې ټپيان كړي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې دا عمليات د کندهار، ننگرهار، کونړ، لوگر، پکتيکا، غزني، خوست، ميدان وردک، کندهار، روزگان، زابل، هرات، غور، فراه، بغلان، بلخ، جوزجان، کندوز، فراه، بادغيس، نورستان، کاپيسا، لغمان او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله په دې عملياتو كې د اتو وسله والو له نيول كېدو سربېره يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته لويدلي دي.
خبرپاڼه په دې عملياتو كې د ملي اردو د يوولسو سرتېرو د وژل كېدو خبر هم وركوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړ ه رسنيو ته څه نه دي ويلي.