بل0D88372A-E07E-425E-B970-7212E9A59526_cx0_cy18_cw71_mw1024_mh1024_sخ ولایت کې د غير مسوول وسله والو په نښتو كې ۴ تنه ووژل شول د بلخ امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په شولګرې ولسوالۍ كې د دوو غير مسوول وسله والو قومندانانو په نښته كې څلور تنه وژل شوي دي.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند شېرجان دوراني وويل، دا قومندانان وړاندې هم سره مخامخ شوي وو، خو دا ځل يې په نښته كې له دواړو ډلو څلور تنه وژل شوي دي.

دورانى كه څه هم د پېښې د رامنځته كېدو د علت په اړه معلومات نه لري، مګر وايي چې دا ډول نښتې د ځمكو او كورنيو ستونزو له كبله رامنځته كېږي.

دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې د بلخ په يو شمېر سيمو كې ناامنۍ د خلكو اندېښنې راپورته كړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *