دعربستان له لوري د حج پر وړاندې شوې موضوع د پاکستاني سیاسیونو نیوکه

دعربستان له لوري د حج پر وړاندې شوې موضوع د پاکستاني سیاسیونو نیوکه

د پاکستان پر شیعیانو تړلې د مسلیمین وحدت سیاسي او مذهبي جرګې لوی منشي د روان کال د حج موضوع په هکله د ایراني او عربستاني چارواکیو خبرو ته په نغوتې سره ویلي: سعودي عربستان دا ځل هم په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د واټن رامنځ ته کولو په موخه تګلاره خپله کړې ده. دوی باید د تیر کال د حج په مراسمو کې د لسګونه بیګناه حاجیانو د وژنې په هکله ځښتن تعالی ته باید ځواب ویونکي وي.

علامه جعفري ویلي: ټوله سیمه او نړۍ په دې پوهیږي چې د سعودي عربستان مشران تکفیري ډلې رامنځ ته کوي او د واټن رامنځ ته کولو سیاست یې خپل کړی دی او د خپل ځآن د ساتلو لپاره غواړي په اسلامي نړۍ کې ګډ وډي رامنځ ته کړي.

ده ویلي: د سعودي عربستان کړنه او سیاست شیعیه ځپنه ایران ځپنه او په ټولیزه توګه د اسلام ضد سیاست یې په لاره اچولی دی.

دې پاکستاني سیاستوال ویلي: آل سعود تل دروغ ویلي دوی تل له ایران سره ناسم وو او تل یې له اسلامي جمهوریت سره به خبرو کې بهانه جګړه کړې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل