د کندهار امنيتي چارواکي وايي، يو ماين جوړوونکى يې نيولى چې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى.

دغه ماين جوړوونکى په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې نيول شوى دى.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، د محمد امين په نوم دغه ماين جوړوونکى د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې وسله والو مخالفينو ته ماينونه جوړول.

هغه زياته indexششش_1کړه، دغه ماين جوړوونکى له هغه وروسته په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو، چې د هغه د استوګنې د سيمې په اړه يې کشفي معلومات تر لاسه کړل.

دى وايي، څه موده مخکې د دغه پنجابي ماين جوړوونکي چپ لاس د ماين په يوې چاودنه کې پرې شوى هم دى، خو بيا يې هم خپل دې کار ته دوام ورکاوه.

دراني وويل، نيول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړى او د لومړيو پلټنو پر مهال يې ويلي چې وسله والو مخالفينو ته يې په تېرو څو کلونو کې په سلګونو ماينونه جوړ کړي دي.

د ده په خبره، د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به نيول شوى پنجابى ماين جوړوونکى څارنوالۍ ته وسپارل شي.

شاوليکوټ هغه ولسوالي ده چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې په کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات دوام لري.

دغه عمليات تر هغه وروسته پيل شول چې وسله والو مخالفينو د دې ولسوالۍ په کټه سنګ او البک سيمو کې د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او د ځينو پوستو تر سقوط وروسته يې د کندهار- اروزګان لاره د ماينونو په وسيله وتړله.

په دغو عملياتو کې دواړو لورو ته درانه مالي او ځاني زيانونه هم اوښتي دي.

امنيتي چارواکي وايي، د کندهار- اروزګان د لارې د خلاصون عمليات يې چټک کړي او ډېر ژر به دغه لار پرانيستل شي.

د يادې شوې لارې د بندېدو له امله د شاوليکوټ، ورڅېرمه ولسواليو او اروزګان ولايت اوسېدونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *